روسیې د نړۍږال بانک د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې افغانستان ته به ۲۸۰ میلیونه ډالر لېږدوي 

0
174

روسیې د نړۍږال بانک د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې افغانستان ته به ۲۸۰ میلیونه ډالر لېږدوي 

زخارووا وایي د نړیوال بانک وروستۍ پرېکړه پر ځای ده، خو افغانستان لا ډېرو پیسو ته اړتیا لري او باید تر یو میلیاردو ډالرو پورې کنګل شوې شتمني په لومړي سر کې ازاده کړل شي.

 

(2021 / 12 / 11  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

روسیه وایي د نړیوال بانک د هغه پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې به یې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ یوه برخه ازادوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان له سخت وضعیت ترېږي او نړیوالې ټولنې مرستې خورا مهمې دي.

د نوموړې په وینا نړیوال بانک ته په کار ده چې د افغانستان شتمنۍ ازادې کړي او له دغه هېواد سره په دې سختو شرایطو کې همکاري وکړي.

زخارووا وایي د نړیوال بانک وروستۍ پرېکړه پر ځای ده، خو افغانستان لا ډېرو پیسو ته اړتیا لري او باید تر یو میلیاردو ډالرو پورې کنګل شوې شتمني په لومړي سر کې ازاده کړل شي.

اړوند موضوعات: 

نړۍواله بانک د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ افغانستان ته د۲۸۰ میلیونه ډالره د لېږد پرېکړه کړې ده

روسیې همدا راز د سیمې پر هېوادونو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غږ کړی چې له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي او په دغه هېواد کې د روان بحران مخه ونیسي.

Leave a reply