ملګرو ملتونو یو ځل بیا پۀ ملاتړو هېوادونو غږ کړی چې افغانستان سره پراخې اقتصادي مرستې وکړي
ملګرو ملتونو یو ځل بیا پۀ ملاتړو هېوادونو غږ کړی چې افغانستان سره پراخې اقتصادي مرستې وکړي
د ګریفټ په وینا ملاتړي هېوادونه باید په افغانستان کې د ښوونې او روزنې، لوړو زده کړو، بشري ځواک د پیاوړتیا، کارکوونکو د روزنې، بنسټیزو پروژو د رغونې، پراختیايي کارونو او اقتصادي ودې لپاره خپلې مرستې پراخې کړي.
(2021 / 12 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګري ملتونه وایي د نړیوالو د سترګو په مخه کې په افغانستان کې بشري ناورین روان دی.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د برخې رییس مارتین ګریفت په خپله تازه مرکه کې د افغانستان وضعیت اندېښمنوونکی ښوودلی دی.
د دۀ په وینا ملګري ملتونه تر خپلې وسې هڅه کوي چې په افغانستان کې بشردوستانه مرستې ورسوي، خو دغه هېواد پراخو اقتصادي مرستو ته اړتیا لري.
د ګریفټ په وینا ملاتړي هېوادونه باید په افغانستان کې د ښوونې او روزنې، لوړو زده کړو، بشري ځواک د پیاوړتیا، کارکوونکو د روزنې، بنسټیزو پروژو د رغونې، پراختیايي کارونو او اقتصادي ودې لپاره خپلې مرستې پراخې کړي.
اړوند موضوعات:
ملګرو ملتونو ویلي چې پۀ افغانستان اقتصادي فشارونه به سخت ناورین رامنځته کړي
هغه زیاته کړې چې یوازې بشردوستانه مرستې د افغانستان درد نه شي دوا کولی بلکې ددغه هېواد د دایمي ودې او پرمختګ لپاره د نړیوالو پراخو اقتصادي مرستو ته اړتیا ده.