د ا.ا.ا د اسلامي علماؤ مشورتي غونډه رابولي 

0
90

د ا.ا.ا د اسلامي علماؤ مشورتي غونډه رابولي 

مجاهد د دې شورا په اړه وویل، چې په دې شورا کې به علما وي، خو ښځې به نه وي، خو هغه ښځې چې په شریعت کې معلومات لري او پوهیږي له هغوی سره به سلا مشورې وشي.

 

(2021 /  12 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اسلامي امارت د سیاسي سلا مشورو لپاره د دیني عالمانو د شورا د غونډې د جوړېدو خبر ورکوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ به دا شورا د اسلام له نظره ښځو ته په حکومت کې د حقونو د ورکړې په باره کې له حکومت سره خپل نظر شریکوي.

مجاهد د دې شورا په اړه وویل، چې په دې شورا کې به علما وي، خو ښځې به نه وي، خو هغه ښځې چې په شریعت کې معلومات لري او پوهیږي له هغوی سره به سلا مشورې وشي.

اړوند موضوعات: 

 د افغانستان پۀ اړه د اسلامي هېوادونو غونډه؛ پاکستان یې کوربه توب کوي 

مجاهد د علماوو شورا د جوړېدو د وخت په اړه څه نه دي ویلي او دا یې هم نه ده څرګنده کړې چې په دې شورا کې به د برخه والو شمېر څومره وي.

وروسته تردې چې طالبانو د اګسټ په پنځلسمه نېټه کابل ونیو، د نړیوالو له لوري پر دوی فشارونه په زیاتېدو دي چې بشري حقونه په تېره بیا د ښځو حقونه رعایت کړي

Leave a reply