د افغانستان پۀ اړه د اسلامي هېوادونو غونډه؛ پاکستان یې کوربه توب کوي 

0
67

د افغانستان پۀ اړه د اسلامي هېوادونو غونډه؛ پاکستان یې کوربه توب کوي 

پاکستاني چارواکو ویلي، دا غونډه به په اسلام اباد کې د سعودي عربستان د پاچا په وړاندیز په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره جوړه شي، چې د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا د نړۍ له ستر بشري ناورین سره مخ دی.

 

(2021 / 12 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ټاکل شوې د افغانستان د بشري ناورین په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان (OIC) د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د دسمبر په ۱۹مه په پاکستان کې د نورو دوو اونیو لپاره جوړه شي.

پاکستاني چارواکو ویلي، دا غونډه به په اسلام اباد کې د سعودي عربستان د پاچا په وړاندیز په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره جوړه شي، چې د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا د نړۍ له ستر بشري ناورین سره مخ دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د شنبې په ورځ ټویټ وکړ: “په افغانستان کې جدي بشري وضعیت ته په کتو، پاکستان به د دسمبر په ۱۹ مه د افغانستان لپاره د OIC د بهرنیو چارو وزیرانو د غیر معمولي غونډې کوربه وي.”

دغه سازمان ۵۷ غړي لري او که رابلل شي، د طالبانو تر واکمنۍ وروسته به د افغانستان په اړه تر ټولو ستره غونډه وي.

 

Leave a reply