په پیښور کې آسان انصاف مرکز کار پیل کړې دې

باغي ټي وي رپورټ
په خیبر پښتونخوا کې د آسان انصاف ورکولو په لړ کې د آسان انصاف په نامه مرکز کار شروع کړې دې.
په خېبرپښتونخوا کې د خلکو د پي ټي آیی ته د ووټ ورکول نه پس دلته ډیر بدلون راغلې دې او ورځ په ورځ په تېرېدو سره په صوبه کې یو ښه بدلون روان دې.
د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان په ټولنیزو رسنیو په یو بیان کې ویلي دي چې په حيات اباد کې د عامو خلکو لپاره د لومړي “آسان انصاف مرکز” کار پیل کړې دي.
په بیان کې زیاتوي چې وروسته له دې مرکز د پیل کیدو په فقير اباد کې يو بل مرکز هم جوړ شوی چې ډېر ژر به يې دروازې د عامو خلکو پر مخ پرانېستل شي او ټول سهولتونه به يې تر يوه چت لاندې وي.
وزیر اعلی محمود خان په بیان کې زیاتوي چې په پېښور کې به پنځه “آسان انصاف مرکزونه” جوړ شي





