د امریکا د دفاع وزارت د افغانستان یو شمېر چورلکې امریکا ته لېږدولي دي 

0
206

د امریکا د دفاع وزارت د افغانستان یو شمېر چورلکې امریکا ته لېږدولي دي 

وروسته له هغه چې پخواني حکومت سقوط وکړ، نو امریکايي چارواکو هڅه وکړه چې د پخواني پوځ ځینې تجهیزات او امریکايي وسایل له دې ځایه ولېږدوي، خو د ډېری توکو په لېږدولو بریالي نه شول، چې دمګړی پر پنټاګون له دې امله سختې نیوکې هم موجودې دي.

(2021 / 12 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پنټاګون د افغان حکومت ګڼې چورلکې امریکا ته لېږدولې دي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، پنټاګون پخواني افغان پوځ ته ورکړې امریکايي او څو دانې روسي چورلکې امریکا ته لېږدولې دي او هلته د امریکایي پوځ په یوه اډه کې ځای پر ځای شوې دي.

راپورونه وايي چې دمګړی په ایروزینا کې د امریکا په یوه نظامي اډه کې د افغان پوځ ټولټال ۲۴ چورلکې ځای پر ځای شوې دي.

په دې کې څلور روسي ایم.آی ۱۷ چورلکې او ۱۷ بیا امریکايي ایم.ډي ۵۳۰ چورلکې شاملې دي.

اړوند موضوعات: 

د کانګرس غړی: له افغانستانه؛ وړل شوې الوتکې د امریکا دي افغانستان پورې اړه نلري

امریکايي چارواکو د ټولو لېږدول شوو او یا پرېښودل شوو چورلکو او الوتکو په اړه معلومات نه دي ورکړي،  خو وایي دا چورلکې یې د خوندي ساتلو لپاره امریکا ته لېږدولې دي.

Leave a reply