د کانګرس غړی: له افغانستانه؛ وړل شوې الوتکې د امریکا دي افغانستان پورې اړه نلري

0
73

د کانګرس غړی: له افغانستانه؛ وړل شوې الوتکې د امریکا دي افغانستان پورې اړه نلري

د امریکا د کانګرس یو غړي ویلي چې تاجکستان ته تښتېدلي افغان پیلوټان باید ژر تر ژره له دغه هېواده وایستل شي.

 

(2021 / 9 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

د امریکا د کانګرس یو غړي ویلي چې تاجکستان ته تښتېدلي افغان پیلوټان باید ژر تر ژره له دغه هېواده وایستل شي.

نوموړي دغه راز ویلي چې تاجکستان او ازبکستان ته وړل شوې پوځي الوتکې او چورلکې دي بېرته افغانستان ته نه ورکول کېږي ځکه چې د ده په وینا یادې الوتکې افغان پوځ ته ورکړل شوې وې او کله چې افغان پوځ وپاشل شو نو باید بېرته امریکا ته یووړل شي.

هغه زیاته کړې چې یادې الوتکې او چورلکې د امریکا دي او په افغانستان پورې هیڅ اړه نه لري.

د یادونې ده چې پر کابل د ا.ا تر ولکې مخکې د افغانستان د هوایي ځواک ځینې پرسونل په لسګونو پوځي چورلکې او الوتکې ازبکستان او تاجکستان ته اړولي دي او تر اوسه جوته نه ده چې یادې الوتکې به څنګه کېږي.

Leave a reply