چاچې د پولیو ټیم اهلکار شهید کړې، هغوی ددې قوم بچو دښمنان دي: محمود خان
باغی ټي وي رپورټ
د خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان په ټانک کښي د نامعلومه کسانو لخوا د پوليو ټيم باندي د ډزو غندنه کړي ده، وزيراعلي پيښه کښې د پوليو ټيم سکيورټي انچارج يو پوليس اهلکار په شهادت د افسوس څرګندونه کړې ده۔
په یو بیان کې محمود خان ویلي دي چې او پولیسو ته ی هدایات جاري کړي دي چې په ډزو او د اهلکار په وژنه کې د ککړو کسانو ګرفتارولو لپاره لازمي ګامونه پورته کړي شي او دوی د زر ونیول شي.
محمود خان وايي، د شهيد کورنۍ به يوازې نه پرېښودل کېږي او هر ډول ممکنه مرسته به ورسره کېږي، هغوی زیاته کړې چې چا چې د پوليو ټيم باندې ډزې کړي زمونږ د ماشومانو د محفوظ مستقبل دښمنان دي، هغوی اوویل چې صوبايي حکومت ژمن دی چې صوبه کې د پولیو وایرس ختم کړي