ضلع خیبر کې د پولیو ضد کمپاین جاري دې

باغي ټي وي رپورټ
په ټول ضلع خیبر کې د پولیو ضد کمپاین په پرله پسې دریمه ورځ هم دوام لري، انتظامي چارواکي د ماشومانو والدین هڅوي چې د خپلو ۵ کالو نه کم ماشومانو ته د پولیو ضد بیمارۍ څاڅکي ورکړي چې دې خطرناکې بیمارۍ نه بچ شي.
په دې لړ کښې د ډپټي کمشنر خيبر منصور ارشد د حکم په رڼا کښې د اسسټنټ کمشنر (باړې) نيک محمد بنګش په هداياتو تحصیلدار (باړه) غنچه ګل د شلوبر او شاوخوا سيمو دوره وکړه.
نوموړي د سیمې له مشرانو سره وکتل او د هغه والدینو په اړه ی ورسره خبرې وکړې چې د پولیو کمپاین څخه ی انکار کړی وو، هغه اوویل چې دې والدینو سره مو خبرې وکړې او د دوی اندېښنې مو لرې کړې او د دوی ماشومانو ته مو د پولیو ضد واکسین ورکړل.
د خيبر ضلعې ډپټي کمشنر منصور ارشد له خلکو غوښتنه کړې چې د پوليو ضد کمپاين په مهال خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړي تر څو ماشومان د دايمي معذورۍ څخه بچ شي.





