د پاکستان لومړي وزیر د تاجکستان له ولسمشر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي 

0
131

د پاکستان لومړي وزیر د تاجکستان له ولسمشر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي 

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د تاجکستان له رئیس جمهور امام علي سره د افغانستان په اړه په یوه ټلفوني مکمالمه کې خبرې کړي دي او له هغه یې غوښتي چې دغه هېواد کې له ملي پخلاینې سره همکاري او کار وکړي.

 

 

(2021 / 10 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)

پاکستان لومړي وزیر عمران خان د تاجکستان له رئیس جمهور امام علي سره د افغانستان په اړه په یوه ټلفوني مکمالمه کې خبرې کړي دي او له هغه یې غوښتي چې دغه هېواد کې له ملي پخلاینې سره همکاري او کار وکړي.

سرچینې ویلي چې عمران خان له امام علي الرحمان څخه غوښتي چې افغانستان اوس بشري مرستو ته اړتیا لري اړ باید تاجکستان ورسره بشري مرستې وکړي.

همداراز عمران خان ویلي چې له کلونو ځنډ وروسته افغانستان ته نسبي سوله راغلې او د سیمې او نړۍ هېوادونو په مرسته کېدلی شي چې دغه سوله په دایمي سوله بدله شي.

د تاجکستان ولسمشر بیا ویلي چې له سیمې او نړۍ سره د ثبات په ساتلو کې همکار دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د تاجکستان او طالبانو تر منځ په ټول شموله حکومت ناندرۍ رامنځته شوې دي او طالبانو ویلي چې تاجکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي.

Leave a reply