طالبان وايي چې د ښاري نظم لپاره په ښارونو کې ځانګړي کسان ځای پرځای کوي

طالبان وايي چې د ښاري نظم لپاره ښارونو کې ځانګړي کسان ځای پر ځای کوي
د ا.ا.ا وايي چې د ښاري نظم او امنیت لپاره ښارونو کې ځانګړي کسان ځای پر ځای کوي.
د طالبانو د مطبوعاتي کمیسیون غړي بلال کریمي ویلي چې د کابل او نورو لویو ښارونو لپاره به ډېر ژر د ځانګړو یونفورم درولودونکي او نظامي روزونکي کسان وګوماري.
(2021 / 10 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
د ا.ا.ا وايي چې د ښاري نظم او امنیت لپاره ښارونو کې ځانګړي کسان ځای پر ځای کوي.
د طالبانو د مطبوعاتي کمیسیون غړي بلال کریمي ویلي چې د کابل او نورو لویو ښارونو لپاره به ډېر ژر د ځانګړو یونفورم درولودونکي او نظامي روزونکي کسان وګوماري.
نوموړي وویل چې هڅه کوي په ټول توان د ښار د نظم، جنایي جرمونو او وسلوالو غلاوو مخه ونیسي او په دې برخه کې تر یوې کچې بریالي هم دي.
ښاغلي کریمي ویلي چې د ځانګړي یونیفورم درولودونکو پولیسو باندې کار روان دی او ډېر ژر به د ښار د امنیت اړ نظم خوندي ساتلو لپاره دندې پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو د جنایي جرمونو د ډېر والي او وسلوالو غلاوو څخه شکایتونه کړي دي.





