ټي ټي پي د پاکستاني عسکرو دوژلو ادعا کړې ده

0
79

ټي ټي پي د پاکستاني عسکرو د وژلو ادعا کړې ده

د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان ډلې ادعا کړې چې تېره ورځ ناوخته یې وزیرستان کې پر پاکستاني عسکرو برید کړی او ډېر شمېر عسکر یې وژلي دي.

 

 

(2021 / 10 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)

د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان ډلې ادعا کړې چې تېره ورځ ناوخته یې وزیرستان کې پر پاکستاني عسکرو برید کړی او ډېر شمېر عسکر یې وژلي دي.

د پاکستان حکومت برید تائیدوي او وايی چې دغه برید کې یوازې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي دي؛ خو طالبان بیا تر دې د ډېرو عسکرو د وژلو ادعا کوي.

د تحریک طالبان پاکستان ډلې ویلي چې دوی د پاکستان دولت د عسکر پر یو مرکز برید کړی چې زیات شمېر عسکر یې پکې وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې پاکستاني طالبانو په دغه هېواد کې د فوځ پر ضد حملې زیاتې کړي دي او تازه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دغې ډلې نه د خبرو ویلي؛ خو دوی د عمران خان دغه غوښتنه رد کړې او خپلو جنګیالیو ته یې د بریدونو د زیاتوالي امر کړی دی.

Leave a reply