داعش ډلې په کابل کې د پرون ورځې د چاودنو مسوولیت منلی دی

0
82

داعش ډلې په کابل کې د پرون ورځې د چاودنو مسوولیت منلی دی

د پلازمېنې کابل په لوېديځ کې پرون د جمعې ورځ په ډسمبر ۱۰مه درې چاودنې وشوې چې له کبله یې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي بیا ویلي، چې د کابل برچي سيمه کې د ماين په يوه چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

 

(2021 / 12 / 11  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، داعش ډلې ادعا کړې چې د کابل په لویدیځ کې یې پرون درې چاودنې ترسره کړي دي.

د پلازمېنې کابل په لوېديځ کې پرون د جمعې ورځ په ډسمبر ۱۰مه درې چاودنې وشوې چې له کبله یې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي بیا ویلي، چې د کابل برچي سيمه کې د ماين په يوه چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

اړوند موضوعات: 

کابل دشت برچي کې د چاودنې لۀ امله مرګ ژوبله رامنځته شوې ده 

هغه دغه راز زیاته کړې چې په همدې سيمه کې په يوه بله چاودنه کې يوه مېرمن ټپي شوې ده.

په ورته مهال بیا عیني شاهدان وایي، چې سیمه کې درې چاودنې شوې دي او ګڼ شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

Leave a reply