کابل دشت برچي کې د چاودنې لۀ امله مرګ ژوبله رامنځته شوې ده 

0
180

کابل دشت برچي کې د چاودنې لۀ امله مرګ ژوبله رامنځته شوې ده 

د یادونې وړ ده چې پۀ دې وروستیو کې د کابل ښار امینتي وضعت خراب شوی دی، تر دې یوه ورځ وړاندې کوټسنګي کې ورته چاودنه رامنځته شوې وه.

 

(2021 / 11 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کابل په دشت برچي سیمه کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده.

د راپورونو له مخې، د کابل ښار د ۱۳مې حوزې اړوند، د دشت برچي په ګولایي دواخانه سیمه کې د مزاري څلورلارې ته څېرمه پر مسافر وړونکي ټونس ډوله ماټر باندې چاودنه شوې ده.

عیني شاهدانو ویلي چې پېښه د چسپکي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې څلور تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

اړوند موضوعات: 

داعش د کابل پۀ لویديځ کې پر ټونس موټر د برید پړه پذ غاړه اخستې ده 

امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د چاودنې مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی منلی.

د یادونې وړ ده چې پۀ دې وروستیو کې د کابل ښار امینتي وضعت خراب شوی دی، تر دې یوه ورځ وړاندې کوټسنګي کې ورته چاودنه رامنځته شوې وه.

تر اوسه د دې برید مسؤلیت چا ندی منلی؛ خو تر دې وړاندې د کابل دشت برچي سیمه کې د چاونې پړه داعش ډلې منلې وه.

Leave a reply