ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې سږ کال افغانستان ۳۲۰ ټنه هیرویین نړۍ ته صادر کړي دي 

0
160

ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې سږ کال افغانستان ۳۲۰ ټنه هیرویین نړۍ ته صادر کړي دي 

د راپور وروستۍ برخه کې راځي، چې افغانستان په ۲۰۲۱ میلادي کال کې له ۱.۸ تر ۲.۷ میلیارد ډالر د تریاکو له درکه لاسته راوړي دي او دغه راز په تېره اګسټ میاشت کې د تریاکو بیه هم دوه برابره شوې ده چې دا چاره ښایي افغان کروندګر د دغه بوټي لا ډېر ترویج ته وهڅوي.

(2021 / 11 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو له مخدره توکو سره د مبارزې ادارې ویلي، دوی ته رسېدلي وروستي معلومات ښیي چې روان کال له افغانستان څخه نړۍ ته ۳۲۰ ټنه خالص هیروئین صادر شوي دي.

راپور کې راغلي چې تېر کال په افغانستان کې د تریاکو کر اته سلنه ډېر شوی دی او د نړۍ د تریاکو شاوخوا ۸۵ سلنه بازار یې په خپل واک کې اخیستی دی.

راپور کاږي چې د نړۍ په کچه له هرو پنځو معتادینو څخه څلور یې د افغانستان له تریاکو استفاده کوي.

اړوند موضوعات: 

سیګار وايي چې افغان طالبان د نشه یي توکو د بندولو وړتیا نلري 

Leave a reply