داعش د کابل پۀ لویديځ کې پر ټونس موټر د برید پړه پذ غاړه اخستې ده 

0
67

داعش د کابل پۀ لویديځ کې پر ټونس موټر د برید پړه پذ غاړه اخستې ده 

رسنیو لیکلي، چې د داعش خراسان څانګې د ټیلیګرام په چینلونو کې د برید مسوولیت منلی دی. په دې پېښه کې د اریانا ټلویزیون پخواني خبریال حمید سیغاني په ګډون دوه کسان ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

 

(2021 / 11 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

داعش وسله‌والې ډلې ویلي، چې د کابل په لویدیځ کې د شنبې په ورځ په یوه مسافر وړونکي موټر چاودنه دوی کړې ده.

رسنیو لیکلي، چې د داعش خراسان څانګې د ټیلیګرام په چینلونو کې د برید مسوولیت منلی دی. په دې پېښه کې د اریانا ټلویزیون پخواني خبریال حمید سیغاني په ګډون دوه کسان ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

اړوند موضوعات: 

د کابل په روغتون برید غندنه شوې ده

داعش ویلي، چې په مسافر وړونکي موټر کې یې بمونه ځای پر ځای کړي وو، چې له کبله ۲۰ کسان وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ویلي وو، چې په مسافر وړونکي موټر کې د اور لګیدو له کبله یو ملکي کس وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي دي.

افغانستان کې د پخواني حکومت تر پرځېدو وروسته په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د داعش ډلې بریدونه زیات شوي دي.

طالبانو د نومبر د میاشتې په ۱۰ مه نېټه یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې واک ته له رسېدو وروسته یې د درېیو میاشتو په لړ کې د داعش د خراسان څانګې اړوند شاوخوا ۶۰۰ جنګیالي نیولي دي.

Leave a reply