برېټانیا کې د چاودنې لۀ امله یو کس وژل شوی دی

برېټانیا کې د چاودنې لۀ امله یو کس وژل شوی دی
برېټانوي چارواکي وايي دوی د پېښې په اړه هر اړخیزې پلټنې پيل کړې دي او هڅه کوي اصلي لامل یې روښانه کړي، خو هېڅ احتمال نه شي ردولی.
بل خوا رسنۍ وایي چې چاودنه درنه وه او د یوې ترهګریزې پېښې احتمال ترې کېدلی شي.
(2021 / 11 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په برېټانیا کې په یوه موټر کې چاودنې اندېښنې پارولې دي. د راپورونو له مخې د برېټانیا په لېورپول کې یوه روغتون ته څېرمه په یوه موټر کې چاودنه شوې ده چې یو کس یې وژلی او په تړاو یې درې کسه نیول شوي دي.
برېټانوي چارواکي وايي دوی د پېښې په اړه هر اړخیزې پلټنې پيل کړې دي او هڅه کوي اصلي لامل یې روښانه کړي، خو هېڅ احتمال نه شي ردولی.
بل خوا رسنۍ وایي چې چاودنه درنه وه او د یوې ترهګریزې پېښې احتمال ترې کېدلی شي.
پولیسو په دې اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي، خو رسنۍ وايي چې دغه ډول پېښې په برېټانیا کې د اندېښنې وړ دي.






