د نړۍ دیني علماءوو پۀ طالبانو غږ کړی چې ټولشموله حکومت جوړ کړي

د نړۍ دیني علماءوو پۀ طالبانو غږ کړی چې ټولشموله حکومت جوړ کړي
د هند، پاکستان، ایران، فلسطین او عراق دیني علماوو په یوه انلاین کنفرانس کې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت غوښتنه کړې او د نوي حکومت پر چارواکو یې غږ کړی چې له تېرو تجربو درس واخلي او د یوه با ثباته افغانسان لپاره هڅې ډېرې کړي.
(2021 /11 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په سیمه کې دیني علماوو په افغانستان کې د ټولشموله حکومت غوښتنه کړې ده.
د هند، پاکستان، ایران، فلسطین او عراق دیني علماوو په یوه انلاین کنفرانس کې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت غوښتنه کړې او د نوي حکومت پر چارواکو یې غږ کړی چې له تېرو تجربو درس واخلي او د یوه با ثباته افغانسان لپاره هڅې ډېرې کړي.
اړوند موضوعات:
د ا.ا.ا وايي چې که څۀ هم اوسنۍ اداره ټولشموله ده؛ خو بیا هم د بدلون امکانات پکښې شته
دوی وایي په افغانستان کې باید د ټولو افغانانو له ګډون حکومت جوړ شي او ټول قومونه دې ځان پکې وویني. دغه علماوو همدا راز په افغانستان کې د اقلیتونو، مېرمنو او نجونو د حقونو پر خوندي کولو هم ټینګار کړی دی.
دوی له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي او له دغه هېواد سره مرسته وکړي چې ترهګرې ډلې له منځه یوسي.






