د ا.ا.ا وايي چې که څۀ هم اوسنۍ اداره ټولشموله ده؛ خو بیا هم د بدلون امکانات پکښې شته

0
92

د ا.ا.ا وايي چې که څۀ هم اوسنۍ اداره ټولشموله ده؛ خو بیا هم د بدلون امکانات پکښې شته

د افغان حکومت مرستيال وياند مولوي احمدالله وثیق د تهران غونډې ته په خپل غبرګون کې د يادې ناستې هرکلی کړی، هغه يې د افغانانو له هيلو سره سمه د افغانستان په ګټه بللې او زياته کړې يې ده، چې اوسنۍ کابينه ټولشموله ده او د نور بدلون امکان هم لري.

 

(2021 / 10 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا.ا د افغانستان په اړه د تهران د ناستې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د افغان حکومت اوسنۍ کابينه ټولشموله ده او د نور بدلون شونتيا هم لري.

وړمه ورځ ایران کې د افغانستان په اړه د ګاونډيو هېوادونو غونډه وه او په وروستي پرېکړه ‌ليک يې غوښتنه شوې وه، چې د افغان حکومت کابينه بايد ټولشموله وي.

د افغان حکومت مرستيال وياند مولوي احمدالله وثیق د تهران غونډې ته په خپل غبرګون کې د يادې ناستې هرکلی کړی، هغه يې د افغانانو له هيلو سره سمه د افغانستان په ګټه بللې او زياته کړې يې ده، چې اوسنۍ کابينه ټولشموله ده او د نور بدلون امکان هم لري.

اړوند موضوعات: 

ایران پر طالبانو غږ کړی چې ټولشموله حکومت دې جوړ کړي

ټاکل شوې، چې په لنډو راتلونکو ورځو کې چين هم د افغانستان په اړه د يوې ناستې کوربه وي او په دغه ناسته کې افغان چارواکو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

Leave a reply