د کابل په روغتون برید غندنه شوې ده
باغي ټي وي رپورټ
تیره ورځ د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د سردار داود په ۴۰۰ بستر روغتون باندې د برید په سختو ټکو کښې غندنه شوې ده.
د ایسوسي ایټډ پریس آف پاکستان په ویب پانړه یو خبر مطابق د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د افغانستان په پايه تخت كابل كښې په فوځي روغتون د داعش له اړخه د بريد په سختو ټكو کښې غندنه شوې ده.
د ملګري ملتونو د سلامتی کونسل غړو وئيلي دي چې د ترهګرۍ ټول صورتونه د نړيوال امن لپاره خطره ده د ترهګریزو پیښو له وجهې د نړۍ سلامتیا ته ډیره سخته خطره راپیښه شوې ده.
رپورټ کښې زیاتوي چې د چين خبر رسنې ادارې له مخې د ملګري ملتونو د سلامتي كونسل غړو په یو خبري كنفرنس کښې د کابل په فوځې روغتون کښې اغیزمنو خواخوږي څرګنده کړه.
د ملګري ملتونو سلامتي کونسل د نړۍ هیوادونو نه غوښتنه وکړه چې د ملګری ملتونو د چارټر مطابق دې د ترهګرې په وجه د نړۍ امن او سلامتیا ته راپیښ خطرو مقابله وکړې شي او د ترهګرۍ کاروایی دې په صحیح توګه مخنیوۍ وکړۍ شي.