ازبکستان وايي چې پر افغانستان دې اقتصادي فشارونه ختم کړل شي 

0
221

ازبکستان وايي چې پر افغانستان دې اقتصادي فشارونه ختم کړل شي 

د دۀ په وینا په ګاونډي افغانستان کې یې خلک له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي نو له همدې امله له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر دغه هېواد اقتصادي فشارونه پای ته ورسوي او کنګل شوې شتمنۍ یې ازادې کړي.

 

(2021 / 12 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ازبکستان پر افغانستان د اقتصادي فشارونو د ختمولو غوښتنه کړې ده.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغانان له سخت اقتصادي او بشري وضعیت سره مخ دي او د نړیوالې ټولنې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

د دۀ په وینا په ګاونډي افغانستان کې یې خلک له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي نو له همدې امله له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر دغه هېواد اقتصادي فشارونه پای ته ورسوي او کنګل شوې شتمنۍ یې ازادې کړي.

اړوند موضوعات: 

ملګرو ملتونو ویلي چې پۀ افغانستان اقتصادي فشارونه به سخت ناورین رامنځته کړي 

د کاملوف په خبره په افغانستان کې ددې وخت نه دی، چې نړیواله ټولنه له فشارونو کار واخلي او یا د خلکو ژوند ته خطرونه جوړ کړي.

تر دې وړاندې روسیې، چین او پاکستان هم له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان کې کنګل شوې شتمني ازاده کړل شي.

Leave a reply