د اسلامي علماوو ټولنې پۀ نړۍوالو غږ کړی چې افغانستان سره بشري مرستې وکړي

د اسلامي علماوو ټولنې پۀ نړۍوالو غږ کړی چې افغانستان سره بشري مرستې وکړي
د دوی په خبره افغانان په دې سختو شرایطو کې پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري او ددغه هېواد اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي، نو له همدې امله د اسلامي هېوادونو هر وګړي، سیاستوال او مرستندویه بنسټ ته په کار ده چې له افغانستان سره تر خپلې وسې مرسته وکړي.
(2021 / 12 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اسلامي نړۍ د علماوو شاوخوا ۲۱ ټولنو له افغانستان سره د مرستو غوښتنه کړې ده.
د اسلامي نړۍ د علماوو شاوخوا ۲۱ ټولنو په ګډه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې اسلامي هېوادونه دې د افغانستان لاسنیوی وکړي.
د دوی په خبره افغانان په دې سختو شرایطو کې پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري او ددغه هېواد اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي، نو له همدې امله د اسلامي هېوادونو هر وګړي، سیاستوال او مرستندویه بنسټ ته په کار ده چې له افغانستان سره تر خپلې وسې مرسته وکړي.
اړوند موضوعات:
روسیه وايي لۀ افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو
بلخوا ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې د اسلامي همکاریو د نړیوال سازمان غونډه هم ترسره شي او هلته به مرستندویه هېوادونه له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو ژمنه کوي.





