بي پي ایس رسنۍ لیکي چې ښايي لوږه تر شل کلنې جګړې ډېر تلفات ولري 

0
225

بي پي ایس رسنۍ لیکي چې ښايي لوږه تر شل کلنې جګړې ډېر تلفات ولري 

په راپور کې راځي چې همدا اوس شاوخوا یو میلیون افغان ماشومان له لوږې او سختې خوارځواکۍ سره مخ دي چې که وضعیت همداسې دوام کوي نو نه یوازې ماشومان بلکې د لویان په ګډون به ددې وضعیت تلفات تر شل کلنې جګړې ډېر وي.

 

(2021 / 12 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ښايي لوږه او روان وضعیت تر شل کلنې جګړې ډېر افغانان ووژني.

پي بي ایس رسنۍ په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې او بېوزلۍ سره مخ دي ورسره جوخت د ژمي سوړ موسم را روان دی چې د افغانانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

په راپور کې راځي چې همدا اوس شاوخوا یو میلیون افغان ماشومان له لوږې او سختې خوارځواکۍ سره مخ دي چې که وضعیت همداسې دوام کوي نو نه یوازې ماشومان بلکې د لویان په ګډون به ددې وضعیت تلفات تر شل کلنې جګړې ډېر وي.

اړوند موضوعات: 

زرګونه ماشومان په افغانستان کې د خوراځواکۍ له امله د مرګ له خطر سره مخ دي

په راپور کې د چارو پوهانو پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې روان وضعیت مدیریت کړي، اړمنو افغانانو ته مرستې ورسوي او دغه هېواد له روان بشري ناورین وژغوري.

Leave a reply