د امریکا ولسمشر پۀ نړۍوالو غږ کړی چې افغانستان سره مرسته وکړي

د امریکا ولسمشر پۀ نړۍوالو غږ کړی چې افغانستان سره مرسته وکړي

د دۀ په وینا دوی په دې لټه کې دي چې د امریکا ملي امنیت ته شته ګواښونه له منځه یوسي او په خبره یې د امریکا د امنیت په تړاو یې په افغانستان کې په پلانونو او ماموریت کې کوم بدلون نه دی راغلی.

 

(2021 / 12 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

جو بايډن وايي نړیوال دې له افغانانو سره مرسته وکړي، د امریکا ولسمشر جو بایډن له مصري الشرق ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستل غوره اقدام و.

هغه ویلي چې دوی په سم وخت کې له افغانستان ووتل او په دې توګه یې د لسګونه امریکایي ځوانانو ژوند ژغورلی دی.

بایډن د افغانستان جګړه داخلي جګړه یاده کړې او وایي ده نه شوی کولی چې تر دې ډېر امریکایي عسکر د افغانستان په داخلي جګړه کې قرباني کړي.

نوموړي دغه راز ویلي چې افغانستان له یوې اوږدې جګړې راوتلی دی نو ټولو اړخونو ته په کار ده چې له دغه هېواد سره مرسته وکړي او د خلکو ژوند وژغوري.

جو بايډن دا هم ویلي چې تر دې دمه د افغانستان څارلو ته ادامه ورکوي.

اړوند موضوعات: 

 د امریکا پخواني ولسمشر ویلي چې لۀ افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا لپاره شرموونکې ماته وه

د دۀ په وینا دوی په دې لټه کې دي چې د امریکا ملي امنیت ته شته ګواښونه له منځه یوسي او په خبره یې د امریکا د امنیت په تړاو یې په افغانستان کې په پلانونو او ماموریت کې کوم بدلون نه دی راغلی.