پینځلس ۱۵ کلنه افغانۍ جینې د نړۍ په بااثره ښځو کې شمار شوه

باغي ټي وي رپورټ
د برطانیه یو ورځپاڼې فايننشل ټايمز له خوا د افغانستان يوه پنځلس کلنه جینې فروتن د ۲۰۲۱ کال د ۲۵ ډېرو اغېزمنو ښځو په لېست کې شامله شوې ده.

د ورځپانړې مشرق یو رپورټ مطابق ، د افغان رسنیو له مخې، ۱۵ کلنې ستودا فروتن د طالبانو د نوي حکومت له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز پر ضد خبرې کړې وې.
په رپورټ کې زیاتوي چې سوتودا د یوې غونډې په ترڅ کې افغان حکومت ته په خطاب کې وویل چې زموږ ښوونځي باید بېرته پرانستل شي. د افغانې جینې ددې وینا ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه او د خلقو له لوري ددې افغانې جینې ډیره ستاینه وشوه.