وزیراعلی محمود خان د ډاکټر ذکیه منهاس په مړینه د غم اظهار

باغي ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان د سينئر ډاکټرې او نامتو ګائناکالوجسټ ښځینه ډاکټرې ذکيه منہاس په مړينه خواشيني څرګنده کړې، وزیراعظم په بیان کې ویلي دي چې په دې لوی غم هغې له کورنۍ سره يې د غمرازۍ څرګندونه کوي.
د وزیراعلی له اړخه جاري شوي د غمرازي بيان كښې وزيراعلی د مړې شوې د كورنې غړو سره د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنه څرګند كړې ده. وزیراعلی محمود خان په بیان کې وایی چې د طب په برخه کې د هغې د قدر وړ خدمتونو ته د درناوي په ترڅ کې وزيراعلي وويل چې خدای بخښلې ددې صوبې د خلکو د علاج کولو یو لوی خدمت کړې دې او دلته ی د ډېرو نامتو ډاکټرانو په پيدا کولو کې ډیر مهم رول لوبولې دې.
د یادونې ده چې چې ډاکټر ذکیه منهاس د ښځینه مرضونو ډیره پوهه او تجربه لرونکې ډاکټره وه چې تیره ورځ په حق ورسیدو، د ژوند بیلا بیلو اړخونو سره تعلق لرونکو شخصیاتو د ډاکټر ذکنه منهاس په مړینه د ډیر غم څرګندونه کړې ده او د خدای بخښلې د روح لپاره ی د لوی الله تعالی نه دعا کړې ده.





