قطر وايي چې نړۍوال د افغانستان پۀ اړه واضح تګلاره نلري

قطر وايي چې نړۍوال د افغانستان پۀ اړه واضح تګلاره نلري
د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم دی خو له بده مرغه چې نړیواله ټولنه ددغه هېواد د پرمختګ او ثبات لپاره یو مشخص پلان نه لري.
(2021 / 12 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
قطر وايي نړیواله ټولنه تر دې دمه د افغانستان په اړه مشخصه تګلاره نه لري.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم دی خو له بده مرغه چې نړیواله ټولنه ددغه هېواد د پرمختګ او ثبات لپاره یو مشخص پلان نه لري.
محمد بن عبدالرحمن ویلي چې دوی لا هم په افغانستان کې د ثبات لپاره د سیمه ییزو هېوادونو له سیاسي مشرانو سره خبرې کوي او غواړي د دوی اندېښنې رفع کړي.
نوموړي په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د روسیې، چین او ځينو نورو هېوادونو اندېښنې پر ځای بللې دي او په وینا یې که د سیمې هېوادونه همکاري وکړي نو له افغانستان به هېچا ته هم ګواښ جوړ نه شي.
اړوند موضوعات:
هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې له ترکیې سره د کابل هوایي ډګر پر فعالولو او امنیت د دوی خبرې روانې دي او ژر به یوې پایلې ته ورسېږي.






