امریکا وايي چې دې هلو ځلو کې یو چې څنګه وکړلی شو پۀ ښۀ ډول افغانستان ته مرستې ورسوو
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، دوی په دې لټه کې دي چې له ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو سره په ګډه افغانستان ته د مرستې رسونې پر غوره لارو چارو غور وکړي.
(2021 / 12 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا وایي له مرستندویه بنسټونو سره افغانستان ته د مرستې رسولو پر لارو چارو کار کوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، دوی په دې لټه کې دي چې له ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو سره په ګډه افغانستان ته د مرستې رسونې پر غوره لارو چارو غور وکړي.
ساکي وایي دوی افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د رسولو په برخه کې هر ډول همکاري کوي خو په سیاسي برخه کې به یې محدودیتونه پر خپل ځای وي.
د ساکي په خبره د بندیزونو او محدودیتونو په تړاو د امریکا دریځ تر دې دمه پر خپل ځای دی.
اړوند موضوعات:
ټایمز نشریه لیکي چې متحده ایالات افغانستان ته د مرستو رسولو په لټه کې دي
امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان حکومت په ځلونو له دغه هېواد د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کړې ده او وایي چې په هېواد کې د روان ناوړه اقتصادي وضعیت اصلي لامل همدا بندیزونه دي.










Leave a Reply