په تورخم پوله په یوه هفته کې پاکستان ته د افغان مریضانو شمیره زیاته شوې ده

0
71

نصیب شاه شینواري
په پاک افغان پوله تورخم د صحت او انتظام چارواکو د معلومات له مخې نن سبا په د افغانستان نه پاکستان ته د افغان مریضان راتګ زیات شوي دي او په دې تیره اونۍ کې تر ۸۰۰ اته سوه څخه زیات مریضان او ددوی خپلوانو پاکستان کې د علاج کولو لپاره سفر کړې دې.

د تورخم چارواکو څخه حاصل شوي معلوماتو ترمخه په دې تیره هفته کې ۴۸۳ افغان مریضان او دې مریضانو سره څه ۴۱۵ خپلوان هم پاکستان ته راغلل چې ددې افغان مریضان سره ته د اسانتیا او ډاډ لپاره ددوی سره وي.
د معلوماتو ترمخه د مریضانو او ددې مریضان ټولمه شمیر ۸۹۸ ته رسی چې په تیر وخت کې دا شمیرکمه وه، او په ډیر کم شمیر کې مریضان به پاکستان ته د علاج لپاره راتلل.
د یادونې ده څو ورځې وړاندې په تورخم پوله د ا.ا.ا مشرانو غوښتنه کړې وه چې پاکستان چارواکي دې د افغان مریضان شمیره زیاته کړې او په ډیر تعداد کې دې افغان مریضانو ته د علاج لپاره د تګ اجازت ورکړي، دا رپورټ باغي ټي هم نشر کړې وو چې بیا روسته د پیښور کورکمانډر د تورخم دوره وکړه او اعلان ی وکړو چې په پوله به روزانه تر ۱۰۰ افغان مریضان ته اجازت ورکړل شی چې پاکستان ته د علاج لپاره سفر وکړي.
افغان وګړو، افغان مریضانو او ددوی خپلوانو د پاکستان چارواکو څخه مننه کړې چې وس په تورخم پوله زیات شمیر کې افغان مریضان او ددوی خپلوان کولې شي چې د علاج لپاره د پاکستان سفر وکړي.

Leave a reply