په لنډیکوتل کې بلدیاتي ټاکنو لپاره مهم ښه په چټکې سره روان دې

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنڈی کوتل کې د بلدیاتي ټاکنو لپاره مهم ډیر په جوش سره روان دې ، پرو ن ، بلدیاتی انتخاباتو کې د چیرمین څوکۍ لپاره آزاد امیدوار شاکر آفریدی د لنډی کوتل شیخ مل خیلو په سیمه کې د حاجی بابو او جلال صراف په حجره کی د کمپاین په اړه یو لویه غونډه تابیا کړې وه.

په دې غونډه کې د علاقې مشرانو او ځوانانو شرکت وکړو. په بلدیاتی انتخاباتو کښې د چیئرمېن څوکۍ لپاره آزاد امیدوار شاکر آفریدی، ډاکټر صداقت شینواری، د اهل سنت والجماعت خیبر مشر او نامتو قومي مشر ملک عبدالرزاق افریدي حاجي راس شینواری ، فريدالله شينواري، باسط علي شينواري او نورو مشرانو دې غونډې ته ويناوې وکړې. په وینا کې مشرانو د د شاکر آفریدی د چیرمین په توګه ټاکنو حمایت وکړو او دده ی مکمل ملاتړ اعلان کړو.
……………………………..