سیالکوټ کې بده پیښه ، ۱۰۰ نه زیات کسان ونیول شول

باغي ټي وي رپورټ
سیالکوټ کښې د رامخې ته شوې دغه غمجنې پېښې په اړه حیران کوونکې انکشافات روان دي او په پېښه کښې ککړ تر سلو زیات ملزمان هم نیول شوي دي. دجیو نیوز رپورټ مطابق د پنجاب پولیسو د سیالکوټ د پېښې لومړنی راپور اړوندو چارواکو ته استولی او ویلي یې دي چې په پېښه کې ککړ ۱۱۸ تورن کسان نیول شوي دي.

د ۱۳ مهمو تورنو کسانو له ډلې طلحه او فرحان هم د پولیسو په وړاندې په خپل جرم اعتراف کړی دی. د پنجاب د پوليسو د راپور له مخې، د 160 سي سي ټي وي کمرو فوټيج ترلاسه شوي چې 12 ساعته اوږد دي.
د دغو نيول شويو کسانو څخه د سيالکوټ په پېښه کې د لاس لرلو ١٣ تورن کسان پېژندل شوي چې نومونه دادي، د سرلنکا مدیر مړې راښکونکې احتشام دې او د مړي د سوځولو په محال په موبایل سیلفي ویستلو والا ځوان نامه جنید ده.