۱۷ زره افغان کډوالو لۀ اروپايي هېوادو څخه د پناه ورکونې غوښتنه کړې ده
۱۷ زره افغان کډوالو لۀ اروپايي هېوادو څخه د پناه ورکونې غوښتنه کړې ده
سرچینه وایي چې دا شمېره تر ډسمبر میاشې پورې د تېرو کلونو په پرتله تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.
دغه ادارې ویلي چې په افغانستان کې له نوو تحولاتو سره هممهاله اروپايي هېوادونه د کډوالو له یوې بې مخینې څپې سره مخ دي چې کنټرول یې ناشونی دی.
(2021 / 12 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
تر اوولس زره ډېرو افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.
په اروپا کې له پنا غوښتنې د ملاتړ ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي چې روان کال په وروستیو میاشتو کې په دغه هېواد کې د افغانانو د پنا غوښتنې کچه لوړه شوې ده.
سرچینه وایي چې دا شمېره تر ډسمبر میاشې پورې د تېرو کلونو په پرتله تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.
اړوند موضوعات:
اندونیزیا کې یو افغان کډوال د دوی د غږ نۀ اورېدو لۀ وجې ځان ته اور ورته کړی دی
دغه ادارې ویلي چې په افغانستان کې له نوو تحولاتو سره هممهاله اروپايي هېوادونه د کډوالو له یوې بې مخینې څپې سره مخ دي چې کنټرول یې ناشونی دی.
همدا راز له اروپايي ټولنې، د ترکیې ۳ زره وګړو، د سوریې ۹ زره وګړو او د عراق ۲۹۰۰ وګړو هم د پنا غوښتنه کړې ده.