د افغان کډوالو لپاره ۷ میلیارده ځانګړې شوې بودیجه، بایډن لاسلیک کړه 

0
78

د افغان کډوالو لپاره ۷ میلیارده ځانګړې شوې بودیجه، بایډن لاسلیک کړه 

په دې بودیجه کې اووه میلیارده ډالر شامل دي او ټاکل شوې چې ژر له یادو پیسو د افغان کډوالو لپاره د کورونو د ځانګړي کولو او نورو مواردو لپاره کار واخیستل شي.

 

(2021 / 12  / 4  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

بايډن له افغان کډوالو سره د مرستو لپاره نوې بودیجه لاسلیک کړې ده.

د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې بایډن تازه هغه بودیجه منظوره کړه، چې د افغان کډوالو د ځای پر ځای کولو او ملاتړ لپاره ځانګړې شوې ده.

په دې بودیجه کې اووه میلیارده ډالر شامل دي او ټاکل شوې چې ژر له یادو پیسو د افغان کډوالو لپاره د کورونو د ځانګړي کولو او نورو مواردو لپاره کار واخیستل شي.

اړوند موضوعات: 

سټرایټرز نشریه لیکي چې زرګونه افغان کډوال لا هم امریکا کې بې برخلیکه دي 

یاده بودیجه تر دې وړاندې د امریکا سنا او استازو مجلس تایید کړې ده.

تر دې وړاندې هم د بایډن ادارې له افغان کډوالو سره د مرستو لپاره میلیاردونه ډالر ځانګړي کړي وو.

Leave a reply