افغانستان کې د م،م پخوانی استازی وايي چې نړۍواله ټولنه پۀ روان وضعت افغانستان کې طالبان نۀ، بلکې عام افغانان اغېزمنوي

افغانستان کې د م،م پخوانی استازی وايي چې نړۍواله ټولنه پۀ روان وضعت افغانستان کې طالبان نۀ، بلکې عام افغانان اغېزمنوي
هغه زیاتوي څومره چې تعاملات ډېرېږي، دومره د دواړو لورو ترمنځ تفهیم او مذاکراتو ته لار برابرېږي او دواړه لوري کولی شي د یو بل خبرې واوري.
کای آیډه وايي افغانستان پراخو بشري او اقتصادي مرستو ته اړتیا لري او دا کار له نوي حکومت سره له تعامل پرته ممکن نه دی.
(2021 / 12 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
نړیواله ټولنه په روان چلند طالبان نه، بلکې د افغانستان خلکو ته جزا ورکوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای ایډه په تازه مرکه کې پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل ته ادامه ورکړي.
د ده په خبره که نړیوال دا چاره ترسره نه کړي، نو د طالبانو پر ځای به یې افغانانو ته جزا ورکړي وي.
هغه زیاتوي د نړیوالو فشارونو او اقتصادي بندیزونو زیان تر ډېره عامو افغانانو ته رسېږي، نو ځکه نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې له نوي حکومت سره د تعامل پروسه چټکه کړي.
اړوند موضوعات:
د بښنې نړۍوالې ادارې پر نړۍواله ټولنه غږ کړی چې لۀ افغانستان څخه دې مالي بندیزونه لرې کړي