د بښنې نړۍوالې ادارې پر نړۍواله ټولنه غږ کړی چې لۀ افغانستان څخه دې مالي بندیزونه لرې کړي

د بښنې نړۍوالې ادارې پر نړۍواله ټولنه غږ کړی چې لۀ افغانستان څخه دې مالي بندیزونه لرې کړي
د بښنې نړیوالې ادارې په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت خورا ترینګلی دی نو له همدې امله ددې جدي اړتیا ده چې نړیواله ټولنه د افغانستان په څېر پر یوه بېوزله هېواد مالي فشارونه ختم کړي.
(2021 / 11 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بښنې نړیواله اداره وایي نړیواله ټولنه دې ژر تر ژره پر افغانستان مالي محدودیتونه ختم کړي.
د بښنې نړیوالې ادارې په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت خورا ترینګلی دی نو له همدې امله ددې جدي اړتیا ده چې نړیواله ټولنه د افغانستان په څېر پر یوه بېوزله هېواد مالي فشارونه ختم کړي.
دغه بنسټ پر نړیواله ټولنه غږ کړی دی چې د خلکو د ژغورلو او بشري فاجعې د مخنیوي لپاره پر افغانستان محدودیتونه او مالي فشارونه پای ته ورسوي.
اړوند موضوعات:
د بښنې نړیواله اداره وايي دمګړی ځينو هېوادونو له افغانستان سره بشردوستانه مرستې کړې دي، چې بسنه نه کوي او نه هم ډېری دغه مرستې مستحقو کسانو ته رسېدلې دي، نو تر ټولو ښه لار چې افغانستان له ناورین ژغورلی کېږي دا ده، چې ددغه هېواد مالي زېرمې ازادې شي او د اقتصادي ودې لپاره مرستې ورسره وشي.





