هند یو ځل بیا ادعاء کړې چې لاهم پاکستان افغانستان ته د غنمو د لېږد اجازه نده ورکړې
هند یو ځل بیا ادعاء کړې چې لاهم پاکستان افغانستان ته د غنمو د لېږد اجازه نده ورکړې
تر دې وړاندې بیا د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي وو، چې ډېر ژر به هندي غنم د دوی له خاورې افغانستان ته ورسول شي او ددې چارې لپاره یوې تګلارې باندې کار روان دی.
(2021 / 11 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
هند وایي پاکستان لا هم اجازه نه ده ورکړې چې هندي غنم افغانستان ته ولېږدول شي.
هندي چارواکو ویلي له پراخو هڅو سره سره پاکستان اجازه نه ورکوي چې د هند زرګونه ټنه غنم د پاکستان له خاورې تېر شي او افغانستان ته ورسول شي.
اړوند موضوعات:
د پاکستان لومړی وزیر وايي چې ژر به د هند غنم افغانستان ته ورسېږي
هندي چارواکو ویلي پاکستان ته په کار ده چې له سیاسي مسایلو ورهاخوا له عامو افغانانو سره دې د مرستو پروسه نه زیانمنوي.
تر دې وړاندې بیا د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي وو، چې ډېر ژر به هندي غنم د دوی له خاورې افغانستان ته ورسول شي او ددې چارې لپاره یوې تګلارې باندې کار روان دی.