د پاکستان لومړی وزیر وايي چې ژر به د هند غنم افغانستان ته ورسېږي

د پاکستان لومړی وزیر وايي چې ژر به د هند غنم افغانستان ته ورسېږي
هند له افغانستان سره د پنځوس زره مټریک ټنه غنمو مرسته کړې ده، خو وايي پاکستان اجازه نه ورکوي چې دغه غنم یې له خاورې تېر شي او په افغانستان کې تر اړمنو پورې ورسېږي.
(2021 / 11 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پاکستان وایي ډېر ژر به اجازه ورکړي چې د هند غنم افغانستان ته ورسېږي.
د پاکستان لومړي وزیر ددغه هېواد له نورو لوړپوړو چارواکو سره په یوه غونډه کې ویلي چې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د رسولو سخته اړتیا ده نو له همدې امله دوی هڅه کوي چې ژر هندي غنمو ته افغانستان ته د رسېدو اجازه ورکړي.
د عمران خان په خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د پوځ چارواکو ته دنده سپارل شوې چې ژر تر ژره ددغه غنمو د لېږد لپاره یوه منظمه تګلاره جوړه کړي چې له مخې یې هندي موټرونه وکړی شي د پاکستان له خاورې تېر شي.
اړوند موضوعات:
هند وايي پاکستان لا هم اجازه نده راکړې چې افغانستان ته مرسته شوي غنم ورسوو
هند له افغانستان سره د پنځوس زره مټریک ټنه غنمو مرسته کړې ده، خو وايي پاکستان اجازه نه ورکوي چې دغه غنم یې له خاورې تېر شي او په افغانستان کې تر اړمنو پورې ورسېږي.






