د افغانستان لپاره د پاکستان یو لوی د بشري مرستو اعلان

0
199

باغي ټي وي رپورټ
وزیراعظم عمران خان د افغانستان لپاره د پنځه اربه روپو د بشري مرستو منظوري وركړې ده، په رسنیو کې د چاپ رپورټ مطابق د افغانستان لپاره د اپیکس کمېټۍ غونډه د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ په اسلام اباد کې وشوه او ددې غونډې په پایی کې د افغانستان لپاره ددې لوی بشري مرستې اعلان وشو.

د جاري شوي یو بیان ترمخه په دې ملاقات کې دپوځ سرلښکر جنرل قمر جاويد باجوه ، دقومي سلامتۍ صلاح کار معيد يوسف هم موجود وؤ ، په بیان کې زیاتوي چې په دغه موقع خارجه وزير شاه محمود قريشي اؤ دخزانې صلاح کار شوکت ترين هم په دې غونډه کې ناست وو.
د ملاقات په مهال د ملي امنیت مشاور معید یوسف هم د افغانستان د حالاتو په اړه اپیکس کمېټۍ ته بریفنګ ورکړ، د بيان ترمخه د ملاقات په مهال وزيراعظم افغانستان لپاره د 5 اربه روپو د بشري مرستو منظوري وركړه او ورسته ئې د افغانستان لپاره د بين الصوبائي رابطو سيل دوره هم وكړه۔

لومړي وزیر له هند څخه افغانستان ته د ۵۰ زره میټریک ټنه امدادي غنمو د لیږلو اجازه هم ورکړه، بیان کې زیاتوي چې لومړي وزیر لارښوونه وکړه چې په هند کې بند پاتې افغانانو ته د پاکستان له لارې د بیرته راتلو په اړ کښې مرستې وشي چې دا افغانان خپل هیواد ته ورسي.

Leave a reply