د لنډیکوتل یو ټرانسپورټر په پنجاب کې د بجلۍ د کرنټ له وجهې مړ شو

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر تحصیل لنډیکوتل یو ځایی تن او د ټرانسپورټ کاروبار سره تړلې تن عبدالصمد په پنجاب کښې د بجلۍ د کرنټ جهګټې له وجهې سخت ټپي شو چې بیا روسته ی ساه ورکړو.
د لنډیکوتل ځایی سرچینو مطابق د ټرانسپورټ کاروباري عبدالصمد په خپل ټرک کښې څه کار کولو چې د پاس نه دده په ګاړي د بجلي ژوندې تار را اوغرزیدو چې له وجهې ی عبدالصمد آفریدي د بجلۍ کرنټ اونیول چې بیا روسته مړ شو، د هغه مړي لنډیکوتل ته راوړل شوې دې چې د نهې په ورځ د لنډیکوتل په سلطان خیلو کلي کې خاورو ته وسپارل شو.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم د لنډیکوتل یو بل تن چې په پیښور کښې ی په خپل ګاړي کې څه کار کولو هم دغه شان د بجلۍ تار ونیولو او په ځای ی ساه ورکړه، دا ته هم د لنډیکوتل پسید خیلو اوسیدونکې وو چې بلال نامه ی وه او یو تنکۍ ځوان وو چې واده ی هم له نه وو کړې او څو ورځې پس ی واده هم وو.






