د پیښورډویژن کمشنر لارښوونه کړې چې په تورخم ریلوې لاین دې تجاوزات زر لرې کړې شي

0
175

باغي ټي وي رپورټ
د پیښور ډویژن کمشنر ریاض محسود حکم جاري کړې دې چې د تورخم د اور ګاړي د پټلۍ سره چې نزدې څومره هم تجاوزات دي ، دوی دې دا زر ترزه لرې کړي
.
د ریاض محسوس د لارښوونې مطابق که څوکه دا تجاوزات لرې نه کړي نو ددې په ضد په انتظامیه قانوي کاروایی وکړی او د په انتظامیه بیاه په خپله لرې کړي.
د یادونې ده چې د باب خیبر نه واخله تر تورخم پورې ډیر داسې ځایونه شته چې د اورګاړي پاټلۍ سره نزدې خلقو دوکانونه پرانستې دي او د اورګاړي پټلۍ ی بنده کړې دي، څو ورځې وړاندې د حکومت نه داسې راپور خپور شوې وو چې حکومت فیصله کړې ده چې د خیبر سفاري ټرین به بیا بحال کړي او د اور ګاړي پټلۍ چې کومه د بارانونو او سیلابونو له وجهې نړیدلې ده ، یو ځل بیا به بحال شي او د پيښور نه تر تورخم پورې به یو ځل بیا د اورګاړۍ تګ راتګ پیل شي.
د یو ځایی خبریال اشراف الدین پیرزاده په ټولنیزو رسنیو دا خبر خپور کړې چې د پیښور ډویژن کمشنر ریاض محسود د اورګاړي پټلې سر نزدې هغه ټولو دوکاندارانو ته د ۷۲ ساعتونه وخت ورکړې چې خپل کاروبار او دوکانونه دې ددې ځای نه لرې کړي.

Leave a reply