د پاک افغان همکارۍ ټولنې په مرسته په کابل کښې د ویړیا سترګو د علاج کیمپ تابیا شوې ده

باغي ټي وي رپورټ
پرون د ۲۲ نومبر نه د افغانستان په پایه تخت کابل کې د پاک افغان د همکارۍ فورم له لوري د افغانستان د سترګو ناروغانو لپاره د ویړیا د سترګو درملنې کیمپ لګولې شوې دې، په دې کیمپ کښې د سترګو رنځوران ویړیا درملنه کیږي، داروګان ورکړل کیږي او چې کوم مریض ته د جراحۍ اړتیا وی نو پاکستان ډاکټران د هغوی جراحي هم کوي.
په افغانستان کښې د پاکستان سفیر محمد منصور په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې دا کیمپ په پایه تخت کابل کښې تابیا شوې و چرته چې پاکستاني د سترګو ډیر تجربه لرونکي ډاکټرانو په ګنړ شمیر کې د هغه افغان مریضانو درملنه وکړه چې د سترګو ناروغۍ ی درلودې، دې افغان مریضانو ته دارو هم ورکړل شول او او ددوی په ښه توګه درملنه وشوه.
د یادونې ده چې دا کیمپ به تر ۲۴ نومبر پورې جاري وي ، د پاک افغان د همکارۍ فورم له اړخه د افغانستان په خوست ولایت کې هم داسې د سترګو د درملنې یو کیمپ تابیا شوې وه چرته چې په سلګونو افغانانو د سترګوویړیا درملنه وشوه او په ګنړ شمیر کې داسې افغان مریضان هم وو چې ددوی د سترګو ویړیا او کامیابه جراحي ترسره شوه.
An eye camp by Pakistani specialists commenced today at Jinnah Hospital Kabul. In next three days free medical advice & treatment will be rendered for our Afghan brothers/sisters. Pakistan plans to expand cooperation with Afghanistan in health sector @ForeignOfficePk pic.twitter.com/mA2EE1Her7
— Mansoor Ahmad Khan (@ambmansoorkhan) November 22, 2021






