پي ټي آیی د بلدیاتي ټاکنو لپاره د تحصیل چیرمین امیدوار ټکټونو اعلان وکړو

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف دفتر نه یوه مراسله جاري شوې ، په مراسله کې د ضلع خیبر د تحصیل چیرمین څوکۍ لپاره د ټکټونو ورکول اعلان شوې دې.
د مراسلې مطابق د لنډیکوتل ټکټ عدنان شینواري، تحصیل جمرود صدیق آفریدي او د تحصیل باړه د چیرمین څوکۍ لپاره د امیدوار په توګه په بلدیاتي ټاکنو کې برخه اخستو لپاره عبدالغني ته ټکټ جاري شوې دې.
د یادونې ده چې په ضلع خیبر کې د بلدیاتي ټاکنو لپاره هلې ځلې روانې دې او د تحصیل چیرمین څوکۍ لپاره امیدوارانو په خپلو کلیو او حجرو کښې د ټاکنو لپاره کمپاین پیل کړې دې.
د الیکشن کمیشن د لارښوونې مطابق په ضلع خیبر کې به بلدیاتي ټاکنې د دسمبر په ۱۹ نیټه ترسره شي.





