په باجوړ کښې نامعلومه وسله والو د قرآن قاري او دیني عالم وژلې دې
باغی ټي وي رپورټ
د ضم قبایلي علاقې باجوړ نه داسې رپورټ خپور شوې دې چې په دې سیمه کې یوځوان دیني عالم نامعلومه کسانو په ډزو ویشتلي او وژلې ی دې .
د ضلع باجوړ یو ځایی خبریال بلال یاسر په ټویټر پانړه خبر خپور کړې چې قاری الیاس کوم نامعلومه کسانو په ډزو ویشتل دې او وژلې ی دې، د یادونې ده چې دوه کاله وړاندې هم ددې دیني عالم یو بل ځوان رور مفتی سلطان محمد هم نامعلومه وسله والو شهید کړې وو.
د باجوړ دې خبریال ددې دواړو شهیدانو رونړو زوړ پلار عکس هم په ټویټر پانړه خپور کړې دې، په تصویر کې ښکار چې ددې ځوانانو پلار ډیر خفه ناست دې ، خبریالا لیکي چې دوه کاله وړاندې دې پلار یو بل ځوان ځوی هم وژل شوې وو او په خپلو لاسونو کښې ی په قبر کښې کیښودو او نن ی بل ځوی هم شهید شوې دې.