د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې که چین او روسیه طالبان پر رسمیت وپېژني؛ امریکا به هېڅکله هم دغه کار ونکړي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې که چین او روسیه طالبان پر رسمیت وپېژني؛ امریکا به هېڅکله هم دغه کار ونکړي
د امریکا دغه لوړپوړي چارواکي په افغانستان کې د پاکستان سیاست په اړه ویلي، چې واشنګټن په افغانستان کې د پاکستان د سیاستونو په اړه اندیښنه لري.
د امریکایي چارواکو په وینا، دغه اندیښنې ځینې وختونه د واشنګټن او اسلاماباد ترمنځ د نظر د اختلاف د رامنځ ته کیدو لامل کیږي.
(2021 / 11 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ ویلي، چې که چین او روسیه په کابل کې د طالبانو حکومت په رسمیت هم وپېژني، امریکا به هېڅکله دا کار ونهکړي.
ښاغلي وېسټ له امریکايي رسنۍ سره په مرکه کې دا هم ویلي، چې تر اوسه داسې کومه نښه نشته چې چین او روسیه دې طالبان په رسمیت وپېژني.
نوموړي دغه راز د افغانستان کنګل شویو پیسو د ازادېدو په تړاو وویل، چې که طالبان واک ته د رسېدو لپاره نظامي مسیر انتخاب کړي، مرستې به لادرکه شي او دا هغه څه دي چې وشول.
د امریکا دغه لوړپوړي چارواکي په افغانستان کې د پاکستان سیاست په اړه ویلي، چې واشنګټن په افغانستان کې د پاکستان د سیاستونو په اړه اندیښنه لري.
د امریکایي چارواکو په وینا، دغه اندیښنې ځینې وختونه د واشنګټن او اسلاماباد ترمنځ د نظر د اختلاف د رامنځ ته کیدو لامل کیږي.
اړوند موضوعات:
روسیې ویلي چې د امریکا وعده خلافۍ د افغانستان تېر نظام ړنګ کړ
په کابل کې د جمهوریت تر پرځېدو او د طالبانو تر واکمنۍ وروسته امریکا د افغانستان شاوخوا لس میلیارډ ډالر کنګل کړه.
په افغانستان کې د طالبانو واکمني شاوخوا ۱۰۰ ورځې تېرېږي، خو لا هم د کوم هېواد لهخوا په رسمیت نهدی پېژندل شوی.






