ملګري ملتونه وایي، چې افغانانو سره د ژمنیو مرستو لپاره یې ۶۰۰ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي
ملګري ملتونه وایي، چې افغانانو سره د ژمنیو مرستو لپاره یې ۶۰۰ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و چې افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی او احتمال شته چې د دې هېواد نیمایي وګړي راتلونکو څو میاشتو کې له سختې لوږې سره مخ شي.
(2021 / 11 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې یا اوچا ویلي، چې دغه ۶۰۰ میلیون ډالر هغه مالي مرسته ده چې ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د ژمي پخ موسم کې د بشري مرستو لپاره غوښتې وه.
د راپورونو له مخې، د دې مالي مرستې لویه برخه د امریکا ، اروپایي ټولنې او جاپان ورکړې.
دا مرستې به افغانانو ته په داسې مهال ووېشل شي، چې ملګرو ملتونو تر دې وړاندې په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی و.
اړوند موضوعات:
د سارک سازمان خبر ورکړی چې افغانستان ته دې ژر بشري مرستې ورسېږي
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و چې افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی او احتمال شته چې د دې هېواد نیمایي وګړي راتلونکو څو میاشتو کې له سختې لوږې سره مخ شي.
اوچا ویلي، چې د دې مرستو لویه برخه پر پر هغو ۱ میلیونه کسانو لګول کېږي چې دا مهال تر ټولو بد وضعیت کې دي.