سرۀ صلیب یوځل بیا پۀ نړۍواله ټولنه غږ کړی چې د ا.ا.ا سره تعامل وکړي 

0
182

سرۀ صلیب یوځل بیا پۀ نړۍواله ټولنه غږ کړی چې د ا.ا.ا سره تعامل وکړي 

دده په خبره له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې تعامل په دغه هېواد کې د پوهنې، روغتیا او ورته نورو بشري خدماتو د وړاندې کولو څانګو د ساتنې او سقوط د مخنیوي یوازینۍ لار ده.

 

(2021 / 11 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

سور صلیب وايي نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره تعامل ته ادامه ورکړي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي رییس په یوه خپره کړې بیانیه کې ویلي چې نوموړي په تېرو ورځو کې د افغانستان بېلو ولایتونو ته سفر کړی دی او د خلکو ستونزې یې په خپلو سترګو ليدلې دي.

دده په وینا نړیواله ټولنه دې ژر تر ژره له افغانستان سره تعامل ته ادامه ورکړي او بشردوستانه مرستې دې ورسوي.

د ده په خبره له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې تعامل په دغه هېواد کې د پوهنې، روغتیا او ورته نورو بشري خدماتو د وړاندې کولو څانګو د ساتنې او سقوط د مخنیوي یوازینۍ لار ده.

اړوند موضوعات: 

پخواني ولسمشر پۀ سرۀ صلیب غږ کړی چې افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي 

سره صلیب پر نړیوالو غږ کړی دی چې سیاسي مسایل دې د بشري خدماتو د رسولو په برخه کې د خنډ په توګه نه مطرح کوي او څومر ژر چې امکان ولري له دغه هېواد سره دې خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

Leave a reply