د ا.ا.ا او امریکا تر منځ یو ځل بیا پنځلس ورځني مذاکرات پیلېږي
د ا.ا.ا او امریکا تر منځ یو ځل بیا پنځلس ورځني مذاکرات پیلېږي
ټاکل شوې چې مذاکرات پنځلس ورځې دوام وکړي او د امریکا له ځانګړي استازي سره به یو امریکايي پلاوی هم مل وي چې په دې مذاکراتو کې به برخه اخلي.
(2021 / 11 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
راتلونکې اونۍ امریکا او طالبان په دوحه کې د مذاکراتو نوی پړاو پيلوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي راتلونکې اونۍ د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی توماس وېسټ دوحې ته ځي او له طالبانو سره به د دوو اونیو لپاره مذاکرات کوي.
ټاکل شوې چې په دې پنځلس ورځنیو مذاکراتو کې پر بېلو مسایلو خبرې وشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وایي چې تر ډېره په مذاکراتو کې په افغانستان کې د امریکا پر دایمي ګټو، د پاتې امریکایي وګړو او هغو افغانانو پر ایستلو چې امریکا ته ورته ژمنه ده او همدا راز د افغانستان پر اقتصادي وضعیت به بحثونه کېږي.
اړوند موضوعات:
د امریکا او استرالیا د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې کړي
ټاکل شوې چې مذاکرات پنځلس ورځې دوام وکړي او د امریکا له ځانګړي استازي سره به یو امریکايي پلاوی هم مل وي چې په دې مذاکراتو کې به برخه اخلي.