د ضلع خیبر ځوانانو او مشرانو د بلدیاتي ټاکڼو ستاینه کړې ده

0
86

باغي ټي وي رپورټ
جمرود پريس کلب کښې د تحريک انصاف پاکستان تحصيل جمرود تحصيل چئیرمين څوکۍ لپاره اميدوار الحاج سيد نواب آفريدي، مرکزي مشرانو محمد عرفان خطيا خيل، الحاج عابد آفريدي، الحاج زبير آفريدي، ترجمان حاجي فضل اکبر آفريدي او په لسګونو نورو کارکنانو یوې خبري غونډې ته اووېل چې د بلدياتي انتخاباتو ترسره کيدل د ستاينې وړ دي چرته به چې واک ټيټې کچې ته منتقل شي

د تحصیل چیرمین څوکۍ لپاره په بلدیاتي ټاکنو کې امیدوار سید نواب آفریدی اوویل چی د منتخب کیدو نه پس به د علاقی پسماندگی ختمولو لپاره عملی ګامونه پورته کوی.الحاج سید نواب آفریدی سره د محمد عرفان خټیا خیل، الحاج عابد آفریدی او الحاج زبیر آفریدی هم جمرود کښي د لائبریرۍ افتتاح اوکړه او د پریس کلب صدر ساجد علی آفریدي ملیمنو ته ښه راغلاست او ستړي مشي اوویل.
سيد نواب آفريدي وويل بلدياتي انتخاباتو کې دګډون لپاره يې دانتخاباتي کمپاين لپاره تګلاره تياره کړې ده چې پکې به دپارټۍ پيغام رسولو لپاره کور په کور او حجره په حجره لاړ شو، هغه زیاته کړه چې په قومي مسلو او ستونز به هیڅ کوم جوړجاړې چاسره و نه کړه او ددې ستونزو هوارولو لپاره به عملي هڅې وکړو.

Leave a reply