د پاکستان او د چین تعلیمي ادارو آن لاین دستوره شوې

0
146

باغي ټي وی رپورټ
د پاکستان او چین هیواد د ۷۰ کالو د اړیکو او سالګره نمانځلو په لړ کښې د چین په پایه تخت بیجنګ کې د چین د زینګرو پاور کالج او د لاهور د یونیورسټي آف انجنیرینګ ټیکنالوجي ترمینځه د ثقافتي تبادلې په حواله یوه آن لاین دستوره تابیا شوې وه.

د اې پي پي یو رپورټ مطابق د چاینه اکنامک نیټ له مخې په دې آن لاین دستوره کښې د دواړو ملکونو د تعلیمي ادارو زده کوونکو په بشپړه توګه برخه واخسته او د خپلو خپلو هیوادونو کلتور او دستور ی وړاندې کړو. د یادونې ده چې د پاکستان او چین دې تعلیمي ادارو سږ کال په ستمبر میاشت کښې د توان او تعمیراتو په څانګو کې د مرستې په اړه تفاهم هم لاس لیک کړې وو.

Leave a reply