هند د ماتې جشن نمانځلې: وزیرمملکت فرخ حبیب

0
222

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د اطلاعاتو او خپورنو وزیر مملکت فرخ حبیب په یو بیان کې ویلي دي چې د ماتي جشن نمانځل صرف د مودی حکومت کولې شي.

په خپل ټویټر پانړه وزیرمملک فرخ حبیب ټویټ کړې او د هندي پایلټ ابهنندن له د هند تر ټولو لوی دریم فوځي اعزاز ورکولو په اړه ی غبرګون څرګند کړې دې، هغه وایی چې د ماتي او شکست نه پس جشن نمانځل دا نو صرف د مودي حکومت کولې شي.
وزیرمملکت د هند وزیراعظم ته مشوره وركړه چې د احمقانو په جنت كښې دې خپل قيام روان وساتي او په ماتې دې جشن نمانځل جاري وساتي. د هند د رسنیو مطابق د هند صدر رام ناته کووند د ګل په ورځ هندي پایلټ ابهنندن ته ویر چکر اعزاز ورکړې وو.
د اې پي پي رپورټ مطابق هند دا دعوي کړې وه چې په ۲۷ فروری ۲۰۱۹ هند د پاکستان ایف شپاړلس الوتکه راغورزولې ، پاکستان د هند دا دعوی بې بنیاده بللې او څو څو ځل ی رد کړې ده. د رپورټ مطابق د امریکي مجلی فارن پالیسي په خپل رپورټ کښې لیکلي وو چې د امریکي د دفاع محکمې اهلکارو د پاکستان ایف ۱۶ الوتکې شمیرلي دي او هغه په شمیر کښې پوره دې. رپورټ زیاتوی چې د امریکې دې بیان نه پس د هند دا دعوی چې د پاکستان ایف ۱۶ الوتکه ی راغورزول ده، په مکمل توګه دروغ او بې بنیاده ده.

Leave a reply